د پنځلسمې ناحيې مسؤلينو د خواجه بغرا او د دې ناحیې نورې سيمې له غصب او ناقانونه تأسيساتو څخه پاکې کړې. په دې عملیاتو کې له سړکونو، پلو لارو او زرغونو سیمو څخه هغه خنډونه چې، د یو شمېر ښاریانو له خوا د ناوړې ګټې اخیستنې په موخه جوړ او ایښودل شوي وو، له پرلپسې خبرتیاوو وروسته ویجاړ او پاک شوي دي. د یادې ناحیې په بېلابېلو سیمو کې د قانون د پلي کېدو او د ښاري نظم د ښه والي په موخه، د کابل ښاروالۍ برنامې یو په بل پسې پلي کېږي. سړکونه او پلې لارې عامه ملکیت دی او هیڅ حقیقي او حکمي شخص نشي کولای چې، په بېلابېلو پلمو شخصي ګټه ترې پورته کړي
د ښاري نظم عملیاتي پلان د پنځلسمې ناحیې په بېلابېلو سیمو کې پلی شو
13 عقرب 1402