الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د اتمې ناحیې په ۴۳م ګذر کې د کوڅو جوړولو چارې پیل شوې

13 عقرب 1402

10830.jpg (1820 × 1024)

ښاریانو ته د سیمه ایزو آسانتیاو رامنځته کولو په نیت، د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د اتمې ناحیې  اړوند د ۴۳م ګذر په قلعه حسن خان سیمه کې د کوڅو جوړولو چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ دبرنامو او پروژو د تنظیم ریاست د تمویل کوونکو پروژو د څارنې آمر انجنیرذبیح الله رحیمي په دې اړه وویل: په دې پروژه کې د لښتیو په ګډون، د (۱۳۵۰) مترو په اوږدوالي او (۴) مترو سور سره د کوڅو جوړول شامل دي چې، چارې به یې د(6) میاشتو په موده کې بشپړې شي. ښاغلي رحیمي زياته کړه: د دغو کوڅو په جوړيدو سره به د سيمې د اوسېدونکو  پر وړاندې شته موسمي ستونزې هوارې او هغوى ته به ترانسپورتي او غوره ټولنيزې آسانتياوې رامنځته شي. یاده پروژه له ښاري آسانتیاو څخه د محرومو سیمو اوسیدونکو ته دښاري آسانتیاوو په رامنځته کولو کې د اهمیت وړ ده چې، په پلي کېدو سره به یې یوشمېر ښاریانو ته د کار زمینه هم برابره شي