د وسایطو د تګ راتګ او د ترافیکي بهیر پر وړاندې د آسانتیاو رامنځته کولو په پار، د کابل ښاروالۍ د کار ،ساتنې او مراقبت ریاست له لوري، له کارته مامورین څخه د کارته پروان په لوري د باغ بالا سړک د زیانمو برخو د بیارغونې چارې په چټکۍ سره روانې دي، د ښار په کچه هغه سړکونه چې بیارغونې ته اړتیا لري، له تخنیکي او فني مطالعاتو وروسته به یې د بیارغونې چارې ترسره شي. د یادونې وړ ده چې، د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري په روان کال کې د لسګونو سړکونو د داغ نیونې او بیارغونې چارې ترسره شوې دي او دغه لړۍ دوام لري
د باغ بالا سړک د بیارغونې چارې په چټکۍ سره روانې دي
13 عقرب 1402