د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ریشخور فامیلیو په سیمه کې د سړک جوړولو پروژه پیل شوه

13 عقرب 1402

10834.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د اوومې ناحیې اړوند د ریشخور فامیلیو په سیمه کې د سړک جوړولو پروژه پیل شوه. د اوومې ناحيې رئیس مولوي عبدالغفور غفوري په دې اړه وويل: په دې سيمه کې د  لښتي په ګډون دسړک جوړولو  دغه پروژه په ټولیزه توګه (٨٦٦) متره اوږدوالى او (۶) متره سور لري، چې په جوړولو کې یې له تیږو څخه کار اخیستل کېږي. ښاغلي غفوري زیاته کړه: د دغه سړک په جوړولو سره به د سيمې د اوسېدونکو پر وړاندې شته موسمي ستونزې هوارې او هغو ته به ترانسپورتي او غوره سیمه ییزې آسانتياوې برابرې شي. یاده پروژه له ښاري آسانتیاوو څخه د محرومو سیمو اوسیدونکو ته دښاري آسانتیاو په رامنځته کولو کې د اهمیت وړ ده چې، په پلي کېدو سره به یې یو شمېر ښاریانو ته د کار زمینه هم برابره شي. د یادولو وړ ده چې، په ټاکلي وخت د پروژو بشپړېدو او د کار د ښه کیفیت دتضمین په موخه، د کابل ښاروالۍ دبرنامو او پروژو د تنظیم ریاست تخنیکي ټیمونه خپلې فني او تخنیکي څارنې ترسره کوي