د څوارلسمې ناحیې (پغمان) په ۱۹م ګذر د عیسی خېلو بازار او قلعه ملک په سیمو کې دسړک د کانکریټ کولو کار په چټکۍ سره روان دی او ډېر ژر به بشپړ شي. دغه سړک چې، په ټوله کې (۱۴۰۱) متره اوږدوالی او (۶) متره سور لري، د جوړلو چارې یې څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له لوري پیل شوې او تر اوسه یې(۷۰) سلنه چارې مخته تللې دي. په دې پروژه کې د (۳۵۰) مترو په اوږدوالي استنادي دیوال، لښتیو او د پلچکونو جوړول هم شامل دي. د کابل ښاروالۍ مسؤلین د دې پروژې د پلي کېدو او د کیفیت له څرنګوالي څخه په دوامداره توګه څارنه کوي
د څوارلسمې ناحیې په ۱۹م ګذر کې دسړک کانکریټ چارې په چټکۍ سره روانې دي
21 قوس 1402