کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د درېیمې ناحیې له اداري دفترونو څخه د لیدنې پر مهال د یادې ناحیې د کارکوونکو کړنې و ارزولې. کابل ښاروال د خدمتونو وړاندې کولو او د چارو د چټکتیا په برخه کې مسئولانو ته ځانګړې لارښوونې وکړې چې، پر بنسټ به یې اوسنۍ وضعیت غوره بدلون وکړي. نوموړي ټینګار وکړ چې، د ښاري خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې ډېر کار ته اړتیا ده او مسئولان باید په خپلو دندو کې ناغیړي ونه کړي، ځکه دا چاره د کابل ښاروالۍ مشرتابه د منلو وړ نه ده. کابل ښاروال څرګنده کړه چې، له کارکوونکو سره به د مکافاتو او مجازاتو اصل ته په کتو چلند وشي، د دې ادارې کارکوونکي باید د خلکو خادمان وي او له مراجعینو سره نیک چلند وکړي. کابل ښاروال د دوامداره ښاري نظم، د ښاري خدمتونو د محصول راټولولو، له غصب د ځمکو بېرته راګرځولو، د تنظیفي او زرغونتیا خدمتونو وړاندې کولو او د چاپیریال او سیمه ییزو ستونزو د حل په برخه کې مسئولانو ته ځانګړې لارښوونې وکړې چې، په وینا یې له دې لارې د خلکو رضایت ترلاسه کیږي
کابل ښاروال د درېیمې ناحیې د مسئولانو کړنې و ارزولې
21 قوس 1402