د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د یوولسمې ناحیې په اړوند سیمو کې د ښاري نظم پلان پلی شو

21 قوس 1402

10858.jpg (1820 × 1024)

بشپړ ښاري نظم ته د رسېدو په موخه د کابل ښاروالۍ د مارکیټونو د تنظیم ریاست له لوري د یوولسمې ناحیې اړوند په ګولایي حصه اول، خشت هوختیف، لیسه مریم بازار او نورو ګڼه ګوڼه لرونکو سیمو کې د ښاري نظم پلان پلی او دا سیمې له ښاري بې نظمیو څخه پاکې شوې.  د کابل ښاروالۍ د مارکیټونو د تنظیم ریاست مرستیال انجنیر عصمت الله انصار وویل: په دې عملیاتو کې غصب شوې زرغونې سیمې، پلې لارې او سړکونه له ناقانونه خنډونو او تأسیساتو پاک شول او اوس د دې سیمو په بڼه کې غوره بدلون راغلی او د ښاریانو د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته شوې دي. د دې عملیاتو په لړ کې د هټیو مخې ته ناقانونه رغونو او د ګرځنده کراچیو او لاسي توکو پلورونکو فعالیتونو ته هم رسېدنه وشوه او ناقانونه تأسیسات یې ولیږدول شول. د کابل ښاروالۍ د مارکیټونو د تنظیم ریاست پلان لري چې، له اړوند ناحیو سره په همغږۍ د قانون د حاکمیت او ښاري نظم په موخه خپل عملیاتي پلان په بېلابېلو ناحیو کې پلی کړي