الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د پډولې سړک د پاتې برخو قیرچارې بشپړې او د ترافیکو پر مخ پرانیستل شو

22 قوس 1402

10860.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار ،ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د اوومې ناحیې اړوند په دوه برخو کې د پډولې سړک د پاتې برخو قیر چارې بشپړې او د ترافیکو پر مخ پرانیستل شو چې، دا کار د ښاریانو له دروند هرکلي سره مخ شو. مخکې د یاد سړک په دوه برخو کې دوه استملاک شوي کورونه پر ځای پاتې وو چې، له امله یې د یاد سړک په لومړۍ برخه کې، د (۹۱) او په دوهمه برخه کې یې د (۱۳۰) مترو په اوږدوالي او (۳۰) مترو په سور سره له قیر کولو پاتې وو چې، اوس یې چارې په بنسټیزه توګه بشپړې شوې