د سړک له ژر ویجاړېدو څخه د مخنیوی او ښاریانو ته د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د شپږمې ناحیې اړوند د پاسپورټ ریاست مخې ته د سړک د بیارغونې چارې روانې دي. د سړکونو د بیارغونې آمر انجنیر شریف الله قادري په دې اړه وویل: هغه سړکونه چې بیارغونې ته اړتیا لري تر تخنیکي او فني مطالعاتو وروسته به یې د بیارغونې چارې ترسره شي. د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري په روان کال کې د ښار په کچه مهم سړکونه بیارغول شوي دي او دا لړۍ روانه ده. ورته مهال د شپږمې ناحیې رئیس محمد ایوب ثابت وویل: د دې سړک په بیارغولو سره به د ښاریانو او د ورڅېرمه ادارو د کارکوونکو چاپېریالي او ښاري ستونزې حل شي. د عامه تآسیساتو او شتمنیو د ساتنې په موخه، د ښاري زیربناوو او سړکونو ساتل، ارزښتناکه کار بلل کیږي
د پاسپورت ریاست مخې ته سړک د بیارغونې چارې روانې دي
22 قوس 1402