د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پغمان په غونډۍ کې د نيالګيو ايښودل

8 حمل 1397


د کابل ښاروالۍ سرپرست پوهنيار عبدالله حبيب‌زي تيره ورځ په څوارلسمه ناحیه کې، د پغمان په غونډۍ کې د نيالګيو ايښودلو په مراسمو کې ګډون وکړ، کابل ښاروالۍ سرپرست د نيالګيو ايښودلو مراسمو کې وویل:کابل ښاروالۍ په پام کې لري چې بيلا بيلي برنامې کابل ښار کې پلي کړي چې يوه برنامه يی هم د نيالګيو ايښودل او ساتنه ده، چې ښار سمسور او ښکلي شي نوموړي په ياده سيمه کې د کابل ښاروالۍ د سرسبزي رياست د قوريو، شنو خونو او ګلخونو په معياري کولو ټينګار وکړ او اړونده مسوولينو ته يي لازمي سپارښتنې وکړه چې د بيارغونې بخاطر يي اقدام وکړي.