الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې کوتل سړک د قیر کولو له چارو څخه څارنه وشوه

22 قوس 1402

10866.jpg (910 × 512)

د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر د خیرخانې کوتل سړک  دقیر کولو له چارو څخه څارنه وکړه او د چارو په چټکتیا او لوړ کیفیت یې ټینګار وکړ. تر اوسه پورې د دغه سړک د یوې کرښې د قیر چارې د کوتل له بازار څخه تر سرای شمالي پورې بشپړې شوي او ډېر ژر به یې د دویمې کرښې چارې هم بشپړې شي. د کوتل سړک لومړۍ برخه (۳۷۱۰) متره اوږدوالی او (۲۷) متره سور لري چې، پلې لارې، پلچکونه، استنادي دېوالونه، تمځایونه،  ګلدانونه، څراغونه او د یوه معیاري سړک ټول جزئیات په کې شامل دي،  او د ژر بشپړېدو په موخه یي د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال اړوندو مسؤلینو او قراردادي شرکت ته دنده سپارلې چې په دې برخه کې له هیڅ راز هڅو څخه ډډه ونکړي. د  خیرخانې کوتل د سړک جوړول او پراختیا ، د کابل ښاریانو یوه له پخوانیو هیلو څخه وه چې اوس د پوره کېدو په حال کې ده