د کابل ښاروالۍ په وړانديز او د جمهوري ریاست عالي مقام په منظوري سيد مصطفي سعيدي د کابل ښاروالۍ د کلتوري چوپړونو د نوي ريس په توګه وګمارل شو او تيره ورځ د کابل ښاروالۍ مالي او اداري مرستیال احمد شعيب رحيم او د ښاري چوپړونو مرستيال پوهنيار مسيح الله محبوب له لوري خپلو همکارانو ته وروپيژندل شو، ښاغلي سعيدي په دولتي او اکاډميکو بنسټونو کې ۱۸کلنه کاري تجربه لري، د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو دري څانګي کې زدکړي کړي، نوموړي دوه ماسټرياني د ژبو او ادبياتو او دولتی مدیریت په برخه کې لري.
د کابل ښاروالۍ د کلتوري چوپړونو نوي رييس خپلو همکارانو ته وروپيژندل شو
8 حمل 1397