د کابل ښاروالۍ د ځمکو د تنظیم او بیا پراختیا ریاست پلان لري چې، د دیارلسمې ناحیې لسم ګذر د ځمکو د تنظیم او بیا پراختیا پروژې له لارې په پلاني سیمه بدل شي او اوس مهال د یادې پروژې د لومړۍ برخې د سروې او د پراختیايي پلان د جوړولو چارې روانې دي. په دې سیمه کې به د ځمکو د تنظیم او بیا پراختیا یوه پروژه په ۲۳،۴ هکتاره ځمکه کې پلې شي. د دې پروژې په پلي کېدو سره به د ځمکې شکل منظم شي، د ځمکې د بیا پراختیا او تنظیم پروژې د ځمکې د شریکانو له لوري به عامه تآسیسات او زیربناوې جوړې او پراختیا ومومي او ورسره جوخت به د ځمکې ارزښت ډېر شي. د بیا کور موندلو په موخه د ښاري پرمختللو معیارونو له مخې او په پلاني د غیر پلاني سیمو بدلولو لپاره د تلپاتې پراختیا په موخه د استملاکي کړنلارې پر ځای د ځمکې د بیا پراختیا او تنظیم له کړنلارې ګټه پورته کیږي. د ځمکو د تنظیم او بیا پراختیا لپاره دوه لارې دي چې، یوه یې استملاک او بله یې د ځمکو د تنظیم او بیا پراختیا کړنلاره ده چې له مخې یې کولای شو د ځمکو د استملاک پر ځای د ځمکو دتنظیم او بیا پراختیا له کړنلارې ګټه واخلو
په دیارلسمه ناحیه کې د (D13-10) د ځمکې د بیا پراختیا او تنظیم پروژې د تخنیکي سروې او املاکي پلان جوړولو چارې روانې دي
2 جدی 1402