کابل ښاروالۍ تر تخنیکي او فني مطالعاتو وروسته د ځمکې د سر اوبو د مدیریت په موخه د دولسمې ناحیې اړوند په امنیت پروژه کې، د ۱۲۹۷ مترو په اوږدوالي او د ۱.۹ مترو سور سره د یوه کانال د جوړولو په اړه اقدام وکړ چې، ډېر ژر به یې چارې بشپړې شي. دا کانال له ۱.۲ مترو څخه تر ۲.۲ مترو پورې ژوروالی لري چې، د امنیت پروژې د ځمکې د سر اوبه لوګر سیند ته لیږدوي. له بده مرغه یو شمېر ښاریانو د نښلوونکو لښتیو له لارې خپلې کارول شوې اوبه دې کانال ته را پرېښې وې چې، دا اوبه بېرته سړک ته راختلې وې او د کابل ښاروالۍ تنظیفي کارکوونکو بیا د ټانکر او واټر پمپ له لارې له دې کانال څخه بېرته اوبه پاکې کړي څو، دا ستونزه ډېره نشي. هیله کیږي څو، ښاریان د دې کانال تر جوړېدو او چارو بشپړېدو پورې اوبه را پرېنږدي. د یاد کانال په جوړېدو سره به د سیمې د لښتيو اوبه له کانال سره ونښلول چې، په دې کار سره به سړکونو ته د اوبو له راختلو څخه مخنیوی وشي
په امنیت پروژه کې د ځمکې د سر اوبو د مدیریت په موخه یو کانال د جوړېدو په حال کې دی
2 جدی 1402