د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له بادام باغ څخه تر باغ بالا پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

5 جدی 1402

10883.jpg (1820 × 1024)

د بادام باغ او باغ بالا سیمو ترمنځ د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري پیل شوې وې، په چټکۍ سره روانې دي. د یاد ریاست د پلونو او سړکونو آمر انجنیر محمد داود ځواب په دې اړه وویل: دغه سړک چې په ټولیزه توګه (۹۰۰) متره اوږدوالی او (۲۰) متره سور لري،چې د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون یې د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي. د نوموړي په وینا، د بنسټیزو چارو تر بشپړېدو  وروسته د دې سړک (۴۰۰) متره برخه قیر شوې ده او په پاتې نورو برخو یې کار روان دی. کابل ښاروالۍ هڅه کوي ترڅو د دې سړک قیرچارې هرڅه ژر بشپړې شي. دا سړک چې، څلورمه، پنځمه او اوولسمه ناحیه یو له بل سره نښلوي، په جوړېدو سره به یې ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼ شمېر آسانتیاوې رامنځته شي. د دې سړک جوړېدل د کابل ښاریانو پخوانۍ هیله وه چې، د ماسټر پلان له مخې یې د جوړولو په اړه اقدام وشو