الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د پاسپورت ریاست مخې ته د سړک د بیارغولو چارې به ډېر ژر بشپړې شي

5 جدی 1402

10885.jpg (1820 × 1024)

په شپږمه ناحیه کې د پاسپورت ریاست مخې ته د سړک د بیارغولو چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې ریاست له خوا پیل شوې وې، د بشپړیدو په حال کې دي. د سړکونو د بيارغونې آمر انجنير شريف الله قادري په دې اړه وويل: د دغه سړک د (١٣٠) مترو په اوږدوالي برخه چې، د وخت په تېرېدو سره په بشپړه توګه ويجاړه شوې وه، دبنسټیزو چارو تر بشپړېدو  وروسته قیر شوې او د نږدې (۱۰۰) متره نورې برخې د بیا رغولو چارې يې روانې دي چې ډیر ژر به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. نوموړي زیاته کړه: د ښار هغه سړکونه چې، بیا رغولو ته اړتیا لري له فني او تخنیکي څېړنو وروسته به یې د بیارغولو په اړه اقدام وشي