الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د وزیرآباد کانال د پاکولو چارې روانې دي

5 جدی 1402

10887.jpg (1820 × 1024)

د ځمکې د سر اوبو د تنظیم او مدیریت په موخه، د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست د کارکوونکو له لوري د وزیر آباد لوی کانال د پاکولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست د کانالونو آمر انجنیر نوید احمد شیرزاد په دې اړه وویل: د وزیر آباد کانال یوه زیانمنه برخه چې، د هوايي ډګر شمال خوا ته بنده شوې وه او اوبه ترې سړکونو ته راختلې، اوس یې د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست د زیارکښه کارکوونکو له لوري د پاکولو چارې روانې دي. د نوموړي په وینا ورته مهال د کورنیو چارو وزارت په سیمه کې هم د یاد کانال د پاکولو چارې روانې دي څو د اورښت په موسم کې سړکونو ته د اوبو له راختلو مخنیوی وشي. د ښاغلي شیرزاد په وینا؛ د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست پلان لري چې، له دریېم پروان څخه د هوايي ډګر تر شمالي برخې پورې  دیاد کانال د څه باندې لس کیلو مترو په اوږدوالي برخه په بنسټیزه توګه پاکه کړي. د دې کانال د بندېدو اصلي لامل، کانال ته د یو شمېر ښاریانو له لوري د فاضلاب لارو راګرځول او د کثافاتو اچول بلل کیږي. د یادونې وړ ده چې، د دې کانال په اوږدو کې دوه بندونه هم جوړ شوي دي څو د پاکولو پرمهال کثافات پاکو شویو برخو ته بیا ځلي ونه لیږدول شي. د وزیر آباد لوی کانال د دویمې، څلورمې، لسمې، یوولسمې، پنځلسمې او اولسمې ناحیې د ځمکې سر اوبه مدیریت او لیږدوي