الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کول حشمت خان سړک د کانکریټ کولو چارې به ډیر ژر بشپړې شي

5 جدی 1402

10893.jpg (1820 × 1024)

په اتمه ناحیه کې د بالا حصار له سیمې څخه د کابل- لوګر تر سړک پورې د کول حشمت خان سړک د کانکریټ چارې، چې څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له خوا پیل شوې وې، (۹۵) سلنه پرمخ تللې دي . د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د زیربنایي پروژو دڅارلو آمر انجنیر محمد حامد سادات په دې اړه وویل: په دې پروژه کې د لښتیو او پلچکونو په ګډون، د (۳۹۰۰) مترو په اوږدوالي او د(۷) مترو په سور د یوه سړک جوړول شامل دي،  چې ډېر ژر به بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د یادونې وړ ده چې، د دغه سړک په بشپړیدو سره به د سیمې د اوسیدونکو پر وړاندې شته موسمي ستونزې هوارې او د کابل- لوګر سړک ترافیکي بهیر به وویشل شي