د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ۱۴۰۳ کال پرمختیايي پلان دجوړولو په اړه دریېمه تخنیکي غونډه ترسره شوه

5 جدی 1402

10895.jpg (1820 × 1024)

د ۱۴۰۳ پرمختیايي پلان د جوړولو په اړه دریېمه تخنیکي غونډه د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په مشرۍ او د کابل ښاروالۍ د مرستیالانو او یو شمیر مرکزي رئیسانو په ګډون ترسره شوه. په دې غونډه کې کابل ښاروال د ۱۴۰۳ کال په پرمختیايي پلان کې د متوازنې پراختیا پر اصل ټینګار وکړ او ویې ویل: نوې رغنیزې پروژې دې دښاري اړتیاوو د پوره کولو په موخه، طرحه او په پلان کې دې شاملې شي. د نوموړي په وینا؛ د کابل ښار د ماسټر پلان له مخې دې د سړکونو په اړه کره سروې تر سره او وروسته دې په معیاري توګه ډیزاین او د پلي کولو په موخه دې تدارکاتي پړاوونه ترسره شي. دغه راز کابل ښاروال د کابل ښاروالۍ د یو شمېر ریاستونو لپاره د امکاناتو او تجهیزاتو په برابرولو هم ټینګار وکړ او د کابل ښار د تلپاتې ودې په اړه یې وویل: په دې پلان کې دې د اصلي او فرعي سړکونو جوړولو، د سړکونو ښکلا، د پلو لارو، کانالونو، کوچنیو پلونو، پارکونو او د زرغونو سیمو جوړولو، د ماشینرۍ پېرلو، د یو شمېر پروژو ډېزاین او نورو عامه تاسیساتو بیارغولو ته هم ځای ورکړل شي. د مشورتي او تخنیکي بحثونو پر بنسټ؛ د کابل ښاروالۍ د ۱۴۰۳ کال پرمختیايي پلان به یو هر اړخیز او بشپړ پلان وي چې ډیر ژر به چمتو شي.  دې پلان له مخې به ښاریان په کابل ښار کې د یوه نوي پړاو د پیل او تلپاتې ودې شاهدان وي، ځکه په دې پلان کې د ښار په کچه د یو شمېر مهمو سړکونو جوړولو ته هم ځای ورکړل شوی دی