د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ریشخورو د فامیلیو په سیمه کې د یوه سړک د جوړولو چارې روانې دي

5 جدی 1402

10897.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د اوومې ناحیې اړوند، ۳۷م ګذر د ریشخورو د فامیلو په سیمه کې د (۸۶۶) مترو په اوږدوالي او (۶) مترو په سور سره د یوه سړک د جوړولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ په دې پروژه کې له تيږو څخه د لښتیو جوړول او د (۲۳۰) مترو په اوږدوالي، له (۱،۱) مترو څخه تر(۸۰) سانتي مترو په سور او د (۱،۸) مترو په لوړوالي د یوه استنادي دیوال جوړول هم شامل دي چې، تر اوسه یې (۳۵) سلنه چارې مخته تللې دي. هڅه کیږي چې، د هوا د ښه والي په صورت کې به د یاد سړک د لښتي چارې بشپړې او پاتې چارې به یې په راتلونکي کال کې ترسره شي