الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ابرسانۍ بازار سړک د کمپنۍ له سړک سره ونښلول شو

6 جدی 1402

10899.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د پنځمې ناحیې اړوند د آبرسانۍ بازار سړک د کمپنۍ له سړک سره ونښلول شو. د کار ساتنې او مراقبت ریاست د پلونو او سړکونو آمر انجنیر محمد داود ځواب وویل: دا سړک ۱۶۶ متره اوږدوالی او ۱۲ متره سور لري چې، د پلو لارو په ګډون یې چارې د یوې میاشتې په موده کې په معیاري توګه بشپړې شوې. د ښاغلي ځواب په وینا؛ د یاد سړک قیرچارې نن بشپړې شوې او د ترافیکو پر مخ به پرانیستل شي. د دې سړک په جوړېدو سره به ښاریانو ته د تګ راتګ او ترانسپورټ په برخه کې ګڼ شمېر آسانتیاوې رامنځته شي