الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د سلطان محمود غزنوي سړک دوه فرعي لیکې قیر چارو ته چمتو شوې دي

6 جدی 1402

10901.jpg (1820 × 1024)

د بنسټیزو چارو تر بشپړېدو وروسته، د څلورمې او پنځلسمې ناحیې اړوند له شهیدهنګرها څلورلارې څخه د تایمني پروژې تر پنځم سړک پورې د سلطان محمود غزنوي سړک دوه فرعي لیکې قیر چارو ته چمتو شوې دي او ډېر ژر به قیر شي. د کابل ښاروالۍ دبرنامو او پروژو د تنظیم ریاست د زیربنايي پروژو د څارنې آمر انجنیر محمد حامد سادات په دې اړه وویل: دغه دوه فرعي سړکونه په ټولیزه توګه (۱۸۴۵) متره اوږدوالی او (۱۶) متره سور لري چې، د لښتي، پلو لارو او ګلدان په ګډون به په بنسټیزه توګه جوړ شي. نوموړي زیاته کړه چې، هڅه کیږي د دغو سړکونو قیر چارې هرڅه ژر بشپړې او د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي. د یادو سړک په جوړېدو سره به د سلطان محمود غزنوي سړک ترافیکي بهیر ووېشل شي او ورسره جوخت به د ورڅېرمه سیمو د اوسېدونکو ټولنیزې او چاپېریالي ستونزې هم هوارې شي