د کابل ښاروالۍ له لوري، د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د پنځمې ناحیې په شپږم ګذر د سپین کلي په سیمه کې له تیږو څخه د سړک جوړولو چارې (۶۰) سلنه مخته تللې دي. د کابل ښاروالۍ دبرنامو او پروژو د تنظیم ریاست د مسئولینو په وینا؛ دغه سړک د (۳۵۰) مترو په اوږدوالي او (۷) مترو په سور سره د لښتیو او د (۳) مترو په سور سره د پلو لارو په ګډون جوړیږي چې، چارې به یې تر راتلونکې یوې میاشتې پورې په بنسټیزه توګه بشپړې شي. په دې پروژه کې ګڼ شمېر ښاریانو ته کاري بوختیاوې هم رامنځته شوې دي. له تیږو څخه د سړکونو جوړول له دې سربېره چې، لوړ مقاومت لري، د ځمکې لاندې اوبو د کچې په لوړولو کې هم مرسته کوي
د پنځمې ناحیې په ۶م ګذر کې له تيږو څخه د سړک جوړولو چارې ۶۰ سلنه مخته تللې دي
6 جدی 1402