الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په دولسمه ناحیه کې د لوګي فلټر د نصبولو له څرنګوالي څخه د شپې له خوا څارنه وشوه

6 جدی 1402

10905.jpg (1820 × 1024)

په کابل ښار کې د هوا د ککړتیا د مخنیوي او کمولو په موخه، د کابل ښاروالۍ د چاپېریال ساتنې ریاست مسؤلینو په دولسمه ناحیه کې د شپې له خوا د یو شمېر ودانیو او یوې سونا (حمام) د مرکزګرمۍ په سیستم کې د لوګي فلټر د نصب او فعالولو له څرنګوالي څخه څارنه وکړه. د کابل ښاروالۍ د چاپېریال ساتنې ریاست مرستیال ډاکټر مسعودالله فقیر په دې اړه وویل: د مرکزګرمۍ په سیستم کې د لوګي فلټر د نصب او فعالولو له څرنګوالي څخه  شپه او ورځ څارنه ترسره کېږي، چې په پایله کې یې د هوا د ککړتیا سلګونه سرچینې اصلاح او د لوګي د تصفیې په معیاري فلټرونو سمبالې شوې دي. همدارنګه، سرغړوونکو ته د روغتیایي سپارښتنو  سربیره، له هغوی څخه ژمنه واخیستل شوه چې، د خپلو مرکزګرمیو په سیسټمونو کې د لوګي د تصفیې فلټر ژر تر ژره فعال کړي؛ که نه نو د دوی فعالیت به بند شي او بیا به دوی د شکایت حق ونه لري