د لسمې ناحیې اړوند د شیرپور په څلور لارې کې د ښاري ښکلا چارې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال حاجي محمد نبي عثماني له خوا دپټۍ په پرېکولو سره پرانیستل شوه. په هغه پرانیست غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه، دکابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال په خپلو خبرو کې د دغې څلورلارې د ښکلا په برخه کې د عزیزي بانک له مرستې څخه د مننې په ترڅ کې وویل: ښاري ښکلا د کابل ښاروالۍ له لومړیتوبونو څخه ده، چې د خلکو د فکري ودې په برخه کې اغیزمن او ګټور تمامیږي، او ښاریانو ته د هوسا ژوند په اړه د خوښۍ احساس ورکوي. دغه برنامه به د ښاربېلابېلو سیمو ته هم وغځول شي. دغه راز د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد په دې اړه وويل: په دغې څلورلارې کې دګلدانونو جوړولو، دکټارو او څراغونو نصبولو په ګډون، د کورنیو تولیداتو په کارولو سره، د ( ٩ ) مترو په لوړوالي د ښاري ښکلا سمبول د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت جوړ شوى دى چې د ښار ښکلا یې نوره هم زیاته کړې ده. د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست هڅه کوي چې د سوداګرو او ملي پانګوالو په مرسته د ښار په بېلابېلو برخو کې د تاریخي ارزښتونو او عصري ښاري معیارونو پر بنسټ، د ښاري ښکلا برنامې طرح او پلې کړي کړي او ښاریان به ډېر ژر د کابل ښار په څېره کې د مثبت بدلون شاهدان و اوسي
د شېرپور په څلورلارې کې د ښاري ښکلا چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
6 جدی 1402