الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په کابل ښاروالۍ کې نوې ګمارنې ترسره شوې

6 جدی 1402

10909.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ په وړاندیز او د ریاست الوزرا د محترم مقام په منظورۍ،  الحاج مولوي عبدالله بلوچ د تدارکاتو د نوي رئیس، محترم مولوي فضل کریم حقپرست د دویمې ناحیې د نوي رئیس او مولوي عبدالصمد عابد د دیارلسمې ناحیې د نوي رئیس په توګه ټاکل شوي او د کابل ښاروالۍ د مقام د دفتر د رئیس حافظ عبدالقادر حقاني له خوا خپلو همکارانو ته ور وپېژندل شول. په هغه پېژندغونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه، دکابل ښاروالۍ د مقام د دفتر رئیس په خپلو خبرو کې د چارو د چټکتیا او سمبالښت په موخه د کابل ښاروالۍ د مشرتابه سپارښتنې په ډاګه کړې او ویې ویل: په اداره کې بدلون د چوپړتیاوو د ښه والي لپاره یو اصل دی، نوي ګمارل شوي کسان ژمن، صادق  او د ښې کاري تجربې لرونکي دي. د کابل ښاروالۍ مشرتابه هیله لري چې، نوي ګمارل شوي مسؤلین به خپل مسوولیت په پوره ایماندارۍ او اخلاص سره ترسره کړي تر څو د ښاریانو رضایت لا زیات ترلاسه شي