الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له احتکار څخه د مخنیوي او د نرخونو د کنټرول کمیسیون غونډه تر سره کړه

6 جدی 1402

10911.jpg (1820 × 1024)

له احتکار څخه د مخنیوي او د نرخونو د کنټرول کمیسیون، د (۳۱) مې ګڼې نرخنامې دجوړولو او د بازار د وضعیت او د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت د ارزونې په موخه، د کابل ښاروالۍ د ماکیټونود تنظیم په ریاست کې غونډه ترسره کړه. دغه کمیسیون د مالیې، کورنیو چارو، عدلیې، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو، د استخباراتو، د چارو د ادارې د حکمونو او فرمانونو د څارنې او تعقیب، د کابل ښاروالۍ د مارکیټونو د تنظیم ریاست او د سوداګرۍ او صنایعو خونې  له استازو څخه جوړ شوی دی. د افغانستان بانک، د نفتو او ګازو دولتي شرکت، د احصایې ملي اداره او د نورم او سټنډرډ ملي اداره، د یاد کمیسیون مرسته کوونکې غړي دي. د يادونې وړ ده، چې د ياد  کمېسيون د سکرتریت مشري د کابل ښاروالۍ د مارکیټونو د تنظيم ریاست په غاړه ده. دغه کمیسیون د دوو کلونو په ترڅ کې د بازار د وضعیت په څیړلو سره ۳۱ نرخنامې چمتو کړې او په بازارونو کې یې ویشلي دي چې، اړوند مسؤلین یې په دوامداره توګه د پلي کېدو له څرنګوالي څخه څارنه کوي