الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د دوه ویشتمې ناحیې په ۳م ګذر کې د کوڅو کانکرېټ چارې به ډېر ژر بشپړې شي

7 جدی 1402

10915.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د دوه ویشتمې ناحیې اړوند ۳م ګذر د حسین خیلو په سیمه کې د کوڅو کانکرېټ چارې به ډېر ژر بشپړې شي. د کابل ښاروالۍ دبرنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ دغه کوڅې په ټولیزه توګه (۸۵۲) متره اوږدوالی او (۴) متره سور لري چې، د لښتي او د (۷۰) مترو په اوږدوالي سره د یوه استنادي دېوال په ګډون یې تر دې دمه( ۹۵) سلنه چارې مخته تللې دي. په دې سیمه کې د سړک جوړونې دغه پروژه له ښاري آسانتیاوو څخه دمحرومو ښاریانو د چاپېریال او ښاري ستونزو د هوارولو په برخه کې ځانګړی اهمیت لري، ترڅو دوی وکولی شي غوره ترانسپورتي او ټولنیزو آسانتیاوو ته لاسرسی ومومي