د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د غصب شویو زرغونو سیمو د بیرته ترلاسه کولو په موخه، د همغږۍ غونډه تر سره شوه

7 جدی 1402

10917.jpg (1820 × 1024)

د غصب شويو ځمکو دبېرته راګرځولو او د غصب د مخنيوي تخنيکي کميسيون له لوري د زرغونو سیمو د بېرته ترلاسه کولو په موخه، د همغږۍ غونډه په کابل ښاروالۍ کې  ترسره شوه. په دې غونډه کې چې د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني په مشرۍ او د بېلابېلو ادارو د استازو په ګډون جوړه شوې وه؛  پرېکړه وشوه چې، د غصب شويو سيمو د بېرته راګرځولو په موخه دې یوه تخنيکي کمیټه جوړه شي، څو غصب شوې سیمې په نښه او د بېرته راګرځولو په اړه یې اقدام وشي. دغه راز مولوي محمدخالد سجستاني وويل: هيڅ حکمي او حقیقي شخص حق نه لري چې، له زرغونو سیمو څخه شخصي ګټه پورته کړي، ځکه زرغونې سیمې عام ملکیتونه دي. نوموړي هيله څرګنده کړه، چې د ښاري پلانونو او برنامو په پلي کولو کې دې له کابل ښاروالۍ سره د نورو ادارو همکاري زياته شي. همدارنګه د غونډې ګډون والو په دې برخه کې له کابل ښاروالۍ سره د هر راز مرستو ژمنه وکړه، خپل نظریات او وړاندیزونه یې غونډې ته وړاندې کړل، چې د غصب شویو زرغونو سیمو د بېرته راګرځولو په پار به د عملي کارونو په  ترسره کولو سره اغېزمن او ګټور تمام شي. د کابل ښاروالۍ مشرتابه هوډ لري چې، غصب شوي زرغونې سیمې له بیرته راګرځولو وروسته په مناسبوزرغونو او ښایسته ځایونو بدل کړي. په تېرو دوو کلونو کې کابل ښاروالۍ توانېدلې چې، بېلابېلې سيمې بېرته ترلاسه او زرغونه يې کړي