د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د قلعه وزير او د خوشحال خان مېنې د څلويښت متره نښلوونکي سړک پاتې برخه بشپړه شوه

9 جدی 1402

10923.jpg (1820 × 1024)

 د پنځمې ناحیې اړوند له قلعه وزیر څخه د خوشحال خان مېنې تر څلوېښت متره سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د پاتې برخې د جوړولو چارې، د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري بشپړې شوې. د کار، ساتنې او مراقبت ریاست د پلونو او سړکونو آمر انجنیر محمد داوود ځواب په دې اړه وویل:  د (۱۸۵) مترو په اوږدوالي او د (۱۵) مترو په سور سره د دغه سړک د پاتې برخې قیر چارې دبنسټیزو چارو تر بشپړېدو وروسته پیل شوې چې، په راتلونکې اونۍ کې به د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي.  نوموړي زیاته کړه چې، د دې سړک د یوې برخې چارې د برښنا ستونو او نورو خنډونو د شتون له امله ځنډېدلې وې چې، له برښنا شرکت سره په همغږۍ یادې ستنې ولېږدول شوې او د جوړولو په اړه یې اقدام وشو. کابل ښاروالۍ تېر کال له قلعه وزیر څخه د خوشحال خان مېنې تر څلوېښت متره سړک پورې د (۱۰۸۴) مترو په اوږدوالي او د (۳۰) مترو په سور سره  د یاد سړک د جوړولو چارې بشپړې کړې وې چې، اوس مهال به یې د پاتې برخې په بشپړېدو سره په ترافیکي بهیر کې غوره بدلون راشي او د ورڅېرمه سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره کړي. د دغه سړک د جوړولو په پروژه کې د لښتي، ګلدانونو او پلو لارو جوړول هم شامل دي