د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د عدلیې وزارت له مخې څخه د دارالامان تر افشار پورې د سړک چارې د بشپړېدو په حال کې دي

9 جدی 1402

10929.jpg (1820 × 1024)

د شپږمې ناحیې اړوند د عدلیې وزارت له مخې څخه د دارالامان تر افشار پورې د سړک د جوړولو چارې چې، په روان کال کې د کابل ښاروالۍ له لوري پیل شوې وې، د بشپړېدو په حال کې دي. د کابل ښاروالۍ د پروژو او برنامو د تنظیم ریاست د زیربنايي پروژو د څارنې آمر په دې اړه وویل: دغه سړک چې په ټولیزه توګه (۲۱۸۶) متره اوږدوالی او (۴۵) متره سور لري، د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون یې د دوو لیکو لومړی پړاو قیر چارې بشپړې او د یوې لیکې دویم پړاو قیرچارې یې د بشپړېدو په حال کې دي او ډېر ژر به د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي. نوموړي زیاته کړه: د یادې پروژې بشپړېدو ته (۱۲) میاشتې وخت ټاکل شوې وو. چې له نېکه مرغه دوی وکولای شول دغه پروژه په (۶) میاشتو کې ترسره کړي او اوس مهال یې د روښنایۍ څراغونو ستنو د نصب، د پلو لارو او ګلدانونو په جوړولو کار روان دی چې، تر راتلونکو (۲۵) ورځو پورې به بشپړې شي. د کابل ښاروالۍ انجنیران د پروژې دچارو له کیفیت څخه په دوامداره توګه فني او تخنیکي څارنې کوي. د دې سړک په جوړېدو سره به ښاریانو په ځانګړې توګه د ورڅېرمه سیمو اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته او د سیمو اقتصادی ودې ته به زمینه برابره شي