الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د نهمې ناحیې اړوند څلورم ګذر د الف برخې د کوڅو کانکریټ چارې روانې دي

16 جدی 1402

10933.jpg (1820 × 1024)

ښاریانو ته د سیمه ییزو آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د نهمې ناحیې اړوند څلورم ګذر د الف برخې د(۴) کوڅو کانکریټ چارې روانې دي. د یادو کوڅو د کانکریټ کولو چارې چې، په ټولیزه توګه (۱۲۲۷) متره اوږدوالی او (۳،۴۵) متره سور لري، تر اوسه (۸۰) سلنه مخته تللې او د راتلونکو (۱۵) ورځو کې په موده کې به بشپړې شي. د دغې پروژې له لارې له یوې خوا د سیمې د اوسېدونکو پر وړاندې شته ستونزو ته رسېدنه کېږي او له بلې خوا یو شمېر ښاریانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده. له ښاري آسانتیاوو څخه محرومو سیمو ته پاملرنه، د کابل ښاروالۍ له لومړیتوبونو څخه ده، چې په بېلابېلو برخو کې ورته پاملرنه شوې ده. د یادونې وړ ده چې، په دغه پروژه کې د لښتي جوړول هم شامل دي