د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د څوارلسمې ناحیې اړوند د ۱۴م ګذر په پغمان سیمه کې د (۶) کوڅو کانکرېټ چارې په چټکۍ سره روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د مسئولینو په وینا؛ دغه کوڅې په ټولیزه توګه (۹۳۰) متره اوږدوالی او (۴) متره سور لري چې، تر اوسه یې (۷۰) سلنه چارې مخته تللې دي او ډیر ژر به بشپړې شي. د یادو کوڅو په جوړېدو سره به ځایي اوسېدونکي ګڼ شمېر ټولنیزو، ښاري او ترانسپورټي آسانتیاوو ته لاس رسی ومومي
د څوارلسمې ناحیې په ۱۴م ګذر کې د کوڅو کانکرېټ چارې په چټکۍ سره روانې دي
16 جدی 1402