الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د رحمن مېنې کانال ته د فاضلاب را ګرځول شوې لارې ویجاړې شوې

16 جدی 1402

10937.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د چاپېریال ساتنې او چاپېریالي روغتیا ریاست له لوري تر پرلپسې سپارښتنو وروسته؛ د یو شمېر لوړپوړیزو ودانیو له لوري د اتمې ناحیې اړوند د رحمن مېنې کانال ته د فاضلاب را پرېښودل شوې ناقانونه لارې ویجاړې شوې. د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست مرستیال ډاکتر مسعود فقیر په دې اړه وویل: د رحمن مېنې کانال د ځمکې د سر اوبو د مدیریت په موخه جوړ شوی دی او په هغه کې د کثافاتو اچول او ورته د فاضلاب لارو را ګرځول له چاپېریالي قوانینو سره په ټکر کې او لویه ښاري سرغړونه ده. نوموړي زیاته کړه: د ښار په کچه د لوړپوړیزو ودانیو او د استوګنې کورونو د فاضلاب سیستم له څرنګوالي څخه په دوامداره توګه څارنې کیږي او سرغړونکي به له جدي قانوني چلند سره مخ شي. د ښاغلي فقیر په وینا؛ هېڅوک حق نه لري چې، د خپلو سوداګریزو او استوګنیزو ودانیو فاضلاب لښتیو او کانالونو ته را پرېږدي، ځکه لښتیو او کانالونو ته د فاضلاب لارو را پرېښودل، د چاپېریالي ستونزو د رامنځته کېدو او د څښاک اوبو د ککړېدو لامل ګرځي. د یادونې وړ ده چې، د ودانیو مالکانو ته مخکې سپارښتنه شوې ده څو کانالونو ته د فاضلاب لارې را پرېنږدي؛ د سرغړونې په صورت کې به له دوی سره قانوني چلند وشي او بیا د شکایت حق نه لري.