د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.5 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل صنعي پارکونو په سیمه کې د بندو لښتیو د پاکولو چارې روانې دي

16 جدی 1402

10941.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست له لوري د ځمکې د سر اوبو د مدیریت په موخه، د نهمې ناحیې اړوند د صنعتي پارکونو په سیمه کې د بندو لښتیو د پاکولو چارې روانې دي. د تنظیف ریاست د کانالونو آمر انجنیر نوید احمد شیرزاد په دې اړه وویل: د دغې سیمې لښتي د یو شمېر ښاریانو له لوري د کثافاتو اچولو له امله په بشپړه توګه بند شوي وو چې، په بنسټیزه توګه  بیا ځلي پاکیږي څو د اورښتونو په  مهال سړک ته د اوبو له راختلو مخنیوی وشي. نوموړي هیله څرګنده کړه چې، په یاده سیمه کې فعالیت کوونکي باید د لښتیو پاک ساتلو ته پام وکړي، ځکه د دوی بې پروايي د زیارکښه کارکوونکو کار ډېروي او د دوی د ستړیا لامل ګرځي