الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د شلمې ناحیې په اړوندو سیمو کې د ښاري نظم عملیاتي پلان پلی شو

16 جدی 1402

10943.jpg (1820 × 1024)

دبشپړ ښاري نظم د رامنځته کېدو او د ګڼه ګوڼې د کمښت په موخه، د شلمې ناحیې د مسئولینو له لوري د یادې ناحیې په بېلابېلو سیمو کې د زرغونو سیمو، پلو لارو او سړکونو د غصب مواردو ته رسېدنه وشوه او ناقانونه تاسیسات پاک او ویجاړ شول. د شلمې ناحیې رئیس مولوي عبدالغفور په دې اړه وویل: د دغو عملیاتو په لړ کې د هټیو او مارکیټونو مخې ته ناقانونه رغونو او د ګرځنده پلورونکو او کراچیو فعالیتونو ته رسېدنه وشوه. د نوموړي په وینا؛ د یادو عملیاتو په لړ کې د حفظ الصحې له اړخه د اصنافو فعالیتونه وڅارل شول او  دوی هېڅ چاته اجازه نه ورکوي چې، له ښاري اصولو او قوانینو سره په ټکر کې فعالیت وکړي او د ښاریانو روغتیا وګواښي. د ښاري ژوند د قانوني کولو په موخه کابل ښاروالي په بېلابېلو ناحیو کې حمایوي او تقویتي پلانونه پلي کوي او سرغړونکو سره قانوني چلند کیږي