ترانسپورټي او ښاري آسانتیاوو ته د لاس رسي په موخه د شلمې ناحیې په ۴م ګذر قلعه تراب سیمه کې د کابل ښاروالۍ له لوري د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې په مرسته د یوه فرعي سړک کانکرېټ چارې روانې دي. د کابل ښآروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم ریاست د مسئولانو په وینا؛ دا سړک ۷۶۰ متره اوږدوالی او له ۳.۵ څخه تر ۴.۵ مترو پورې سور لري چې، ۶۲۰ متره له تیږو څخه په ګټه اخیستلو لښتی او ۳ کوچني پلونه هم په بر کې نیسي او چارې به یې ډېر ژر بشپړې شي. په دې پروژه کې ګڼ شمېر ښایانو ته کاري بوختیاوې هم رامنځته شوې دي. د دې سړک په جوړېدو سره به ښاریان ترانسپورټي او نورو ښاري آسانتیاوو ته لاس رسی ومومي
په شلمه ناحیه کې د یوه فرعي سړک کانکرېټ چارې روانې دي
16 جدی 1402