د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د شپږمې ناحیې په ۲۲م ګذر کې د ځمکې د بیا تنظیم پروژې چارې روانې دي

16 جدی 1402

10947.jpg (1820 × 1024)

د ښار د معیاري ودې او اقتصادي پراختیا په موخه د شپږمې ناحیې په ۲۲م ګذر قلعه بختیار سیمه کې د ځمکې د بیا پراختیا او تنظیم پروژې چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له لوري پیل شوې وې، لاهم روانې دي. د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ دا پروژه په پلاني د غیر پلان سیمو د بدلولو په موخه طرحه شوې دې چې، له لارې یې د ماسټر پلان پلي کېدو ته زمینه برابریږي. د دې پروژې په پلي کېدو سره د محرومو سیمو اوسېدونکو ته ښاري آسانتیاوې رامنځته کیږي. د ځمکې د بیا تنظیم کړنلاره د ځمکې د تنظیم او شکل بدلولو په موخه پلې کیږي چې، له مخې یې د ځمکې د مالکانو د ګډون له مخې ښاري بنسټیزې زیربناوې او عامه تاسیسات رامنځته کیږي او یا هم شته آسانتیاوې پراخه کیږي او د ځمکو قیمت ورسره لوړیږي. د شپږمې ناحیې په ۲۲م ګذر کې د ځمکو د بیا تنظیم لومړۍ پروژه په ۹۰ جریبه ځمکه کې پلې کیږي او ۱۴۱ جایدادونه په بر کې نیسي. د یادې سیمې په پراختیايي پلان کې د عامه تاسیساتو جوړول او د خدمتونو وړاندې کول په نظر کې نیول شوي دي چې کولای شو له ښوونځي، جومات، تفریحي پارک او وړکتون څخه یې یادونه وکړو او په همدې توګه د اصولو له مخې د جایدادونو مالکانو ته منل شوي سندونه هم ورکول کیږي. له کابل ښاروالۍ سره د یادې پروژې (د ځمکې د بیا تنظیم) په پلي کېدو کې د سیمې د اوسېدونکو ګډون ګډون حتمي او ضروري دی