د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اتمې ناحیې په اړوندو سیمو کې د ښاري نظم عملیاتي پلان د پلي کېدو لړۍ دوام لري

16 جدی 1402

10949.jpg (1820 × 1024)

دبشپړ ښاري نظم د رامنځته کېدو او د ګڼه ګوڼې د کمښت په موخه، د اتمې ناحیې د مسئولینو له لوري یو ځل بیا د ښاري نظم د عملیاتي پلان په پلي کولو سره په پلو لارو، زرغونو سیمو او سړکونو کې سرغړونو ته رسېدنه وشوه، جوړ شوي غیر قانوني تاسیسات یې ویجاړ او پاک کړل. د اتمې ناحیې رئیس مفتي روح الله عثماني په دې اړه وویل: د دغو عملیاتو په لړ کې ښاري سرغړونو په ځانګړې توګه غصب شویو ښاري سیمو ته رسېدنه وشوه او اوس مهال د یادې ناحیې بڼې مثبت بدلون موندلی او ښاریانو ته د تګ راتګ په برخو کې آسانتیاوې رامنځته شوې دي. په همدې توګه د هټیو او مارکیټونو مخې ته ناقانونه تاسیساتو، د ګرځنده پلورونکو او ګرځنده کراچیو ناقانونه فعالیتونو ته هم چې، ښاري نظم یې ګډوډ کړی وو رسېدنه وشوه او بدیلو سیمو ته ولیږدول شول. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست مرستیال ډاکتر مسعود فقیر وویل: د یادو عملیاتو په لړ کې د حفظ الصحې له اړخه د اصنافو فعالیتونه وڅارل شول او  دوی هېڅ چاته اجازه نه ورکوي چې، له ښاري اصولو او قوانینو سره په ټکر کې فعالیت وکړي او د ښاریانو روغتیا وګواښي