د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په نانوایانو کې د ډوډۍ د وزن، د نرخنامې د تطبیق او په هټيو کې د خوراکي توکو د نېټې له څرنګوالي څخه څارنه ترسره شوه

16 جدی 1402

10952.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د مارکیټونو د تنظیم ریاست له لوري د نهمې او لسمې ناحیې په اړوند سیمو کې د نانوایانو له وضعیت، د نرخنامې د تطبیق له څرنګوالي او په بازارونو کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو له کیفیت او نېټې څخه څارنه وشوه او سرغړونکي له قانوني چلند سره مخ شول. د مارکیټونو د تنظیم ریاست مرستیال انجنیر عصمت الله انصار په دې اړه وویل: سرغړونکو ته سپارښتنه وشوه چې، د بیا ځلي سرغړونې په صورت کې به یې فعالیتونه بند شي. نوموړي له ټولو هټیوالو او اصنافو څخه غوښتنه وکړه چې، انصاف په پام کې ونیسي او د کابل ښاروالۍ د نرخنامې له مخې خپل توکي وپلوري. ښاغلي انصار زیاته کړه چې، مخکې ټولو هټیوالو ته خبر ورکړل شوی دی چې، نرخنامه دې د لیدلو وړ ځای کې وځړوي