الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د هوا له ککړتیا څخه په مخنیوي کې ټول ګډ مسئولیت لرو

17 جدی 1402

10953.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښار د هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي په موخه دا ځل د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست له لوري د درېیمې ناحیې له سیمه ایزو شوراګانو سره د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه. د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست مرستیال احمد علي عمري له دا ډول غونډو څخه موخه د ښار پر وړاندې د مسئولیت منلو او د هوا د پاک ساتلو کلتور را ژوندي کول وبلل او ویې ویل: له پاکې هوا پرته ژوند ناممکن دی او ښاریان باید د تودخې په موخه له لوګي زیږونکو او غیر معیاري سون توکو څخه کار وانخلي. نوموړي زیاته کړه: د کابل ښار د هوا له ککړتیا څخه په مخنیوي کې ټول ګډ مسئولیت لرو چې، د ژمي په موسم کې د ډېرو ناروغیو او د هوا د ککړتیا شاهدان وو؛ غیر معیاري سون توکي ونه کاروو. ورته مهال د درېیمې ناحیې مرستیال مفتي اخترمحمد عثماني او نورو ویناوالو په خپلو خبرو کې وویل: د هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي په برخه کې ټول ټولنیز او فردي مسئولیتونه لري چې، ښايي په سمه توګه یې ترسره کړي. په همدې توګه د درېیمې ناحیې د سیمه ایزو شوراګانو استازو ژمنه وکړه چې، د هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي په برخه کې به له کابل ښاروالۍ همکار و اوسي او د جمعې ورځې د خطبو له لارې به ښاریان وهڅوي چې، د سړو په موسم کې لوګي زیږونکي سون توکي ونه کاروي. د یادونې وړ ده چې، په دې غونډه کې یو شمېر ویډیويي کلپونه چې، د چاپېریال د پاک ساتلو او نورو ښاري مسایلو په اړه جوړ شوي وو، نندارې ته وړاندې شول