الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په لومړۍ ناحیه کې د ناقانونه اعلانونو د پاکولو لړۍ پیل شوه

17 جدی 1402

10955.jpg (1820 × 1024)

د ښار د بڼې بدرنګولو د مخنیوي او د ښاري ښکلا د رامنځته کولو په موخه، د لومړۍ ناحیې د مسئولینو له لوري له دېوالونو، تمځایونو او نورو منع شویو ځایونو څخه د ناقانونه اشتهاراتو او اعلانونو د پاکولو لړۍد بالاحصار له دېوالونو څخه پیل شوه. د لومړۍ ناحیې رئیس مولوي محمد عالم عاصم په دې اړه وویل: هغه ناقانونه اشتهارات او اعلانونه چې، د بالاحصار سړک په اوږدو کې په منع شویو ځایونو او دېوالونو لیکل شوي وو پاک شول او دا لړۍ به روانه وي. په منع شویو ځایونو کې د اعلانونو نصبول او لیکل، د ښار بڼې ته زیان رسوي او د دې برخې فعالیت کوونکي د ښاري خدمتونو د محصول له ورکولو هم تېښته کړې ده