د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د مرنجان تپې په آزادۍ تفریحي پارک کې د کابل ښاروالۍ د پام وړ فعالیتونه

17 جدی 1402

10957.jpg (1820 × 1024)

د شپاړلسمې ناحیې اړوند د مرنجان تپې پر سر په  آزادۍ تفریحي پارک کې کابل ښاروالۍ غوره کړنې ترسره کړې دي او دا لړۍ اوس هم روانه ده چې، په بشپړېدو سره به یې د ښار ښکلا نوره هم زیاته او دغه سیمه به په یوه مناسب تفریحي ځای بدله شي. د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست د سړک جوړولو آمر انجنیر محمد داود ځواب په دې وویل: په یاد پارک کې د (۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د سړک دواړو خواوو ته د پلولار او ګلدانونو په ګډون، د (۵۰۰) مترو په اوږدوالي او (۱۴) مترو په سور سره یو سړک په بنسټیزه توګه جوړ شوی دی. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست مرستیال سراج الدین پټان وویل: د دې سیمې د زرغونتیا په موخه، د روان کال په بهیر کې د پخوانیو ونو د څارنې او ساتنې سربېره، سلګونه نور نیالګي هم کینول شوي دي، چې، وضعیت یې د قناعت وړ دی او د یاد پارک په یو شمېر برخو کې چمن هم کرل شوی دی. نوموړي زیاته کړه چې، د مرنجان تپې زرغونتیا ته پراختیا ورکول کیږي څو هرڅه ژر په یوه مناسب او غوره تفریحي پارک بدله شي دغه راز کابل ښاروالۍ به په دې ځای کې، د ځوانانو او ماشومانو لپاره سپورټي لوبغالي، د وسایطو پارکینګ، کانتینونه، اوږدې څوکۍ، سیوري ځای، کټارې، د اوبو فوارې، څراغونه او معیاري ګلدانونه هم جوړ کړي