د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.5 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په پنځمه ناحیه کې د لوګي د تصفیې فلټر له څرنګوالي څخه څارنه وشوه

17 جدی 1402

10959.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښار د هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي او کمښت په موخه؛ د پنځمې ناحیې د مسئولینو له لوري د یادې ناحیې په اړوندو سیمو کې د مرکز ګرمۍ سیسټم لپاره د لوګي د تصفیې فلټر له څرنګوالي څخه څارنه وشوه. د پنځمې ناحیې مرستیال رفیع الله احمدزي په دې اړه وویل: د کابل ښاروالۍ څارنې شپه او ورځ روانې دي چې، په پایله کې یې د یادې ناحیې په اړوندو سیمو کې د هوا ککړونکې یو شمېر سرچینې اصلاح شوې او د لوګي د تصفیې معیاري فلټرونه یې نصب کړي دي. په همدې توګه سرغړونکو ته له اړینو سپارښتنو سربېره، له دوی ژمنه اخیستل شوې ده څو، هرڅه ژر د خپلې مرکز ګرمۍ سیسټم لپاره د لوګي د تصفیې فلټر نصب او فعال کړي؛ له دې پرته به یې فعالیت بند شي چې بیا د شکایت حق نه لري