د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ له لوري د خلکو مرستې افغان کډوالو ته د مرستو د جلب او جذب کمېټې ته وسپارل شوې

17 جدی 1402

10963.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید له لوري د کابل ښاروالۍ لخوا له خلکو څخه راټولې شوې مرستې له پاکستان او ایران هېوادونو څخه په اجباري توګه را ستانه شویو هېوادوالو ته د مرستو د جلب او جذب کمېټې ته وسپارل شوې. د خلکو په دې مرستو کې ( ۳۱۲۸۸۹۱) افغانۍ نغدې پیسې، البسه او نور اړین وسایل شامل دي. کابل ښاروال وویل: له بېرته راستنېدونکو هېوادوالو سره مرسته کول د ټولو ملي او دیني دنده ده چې، په دې برخه کې ملي پانګوال او سوداګر باید خپل مسئولیت ادا کړي. نوموړي څرګنده کړه چې، کابل ښاروالي او ښاریان له پاکستان او ایران هېوادونو څخه په اجباري توګه له را ستانه شویو هېوادوالو سره د مرستې کولو په برخه کې چمتو دي او په سختو حالاتو کې مرسته کول د کابل ښاریانو او ټولو افغانانو پخوانۍ غښتلی دود دی. کابل ښاروال په خپلو خبرو کې وویل: راټولې شوې مرستې د ا.ا.ا د مشرتابه د حکم پر بنسټ ټاکل شوې ځانګړې کمېټې ته چې، سرپرستي یې اقتصاد وزارت کوي وسپارل شوې څو، له دې لارې په واقعي اړمنو کسانو ووېشل شي