د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په لسمه ناحیه کې د صحي غوښې د پلور معیاري نمایندګي پرانیستل شوه

17 جدی 1402

10965.jpg (1820 × 1024)

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، کابل ښاروالۍ او خصوصي سکټور له لوري په لسمه ناحیه کې د صحي غوښې د پلور معیاري نمایندګي فعاله او پرانیستل شوه. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالداۍ او اوبو لګولو رئیس مولوي خورشیداحمد وویل: دا په کابل ښار کې لومړۍ نمایندګي ده چې، په معیاري توګه جوړه شوې ده او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په مسلخونو کې برابره شوې غوښه پکې پلورل کیږي. نوموړي زیاته کړه: د خصوصي سکټور په مرسته به ډېر ژر د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د داسې نورو نمایندګیو د فعالیت د پیل شاهدان وو څو، په دې توګه د ښاریانو روغتیا خوندي او له چاپېریالي ککړتیا څخه مخنیوی وشي. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د چاپېریال ساتنې او چاپېریالي روغتیا ریاست مرستیال ډاکتر مسعود فقیر وویل: د ښار په کچه د حفظ الصحې له اړخه د قصابانو د فعالیت وضعیت ښه شوی دی. د ښاغلي فقیر په وینا؛ د شمس ترین شرکتونو ګروپ کولای شي د ښار په کچه نورو ښایانو ته هم د صحي غوښې معیاري قصابۍ جوړې کړي چې، نورو ته نمونه وي. نوموړي زیاته کړه: د هوا له ککړتیا او د ناروغیو له خپرېدو څخه د مخنیوي په موخه د هټیو مخې ته او د هوټلونو په انګړ کې د څارویو حلالول منع دي ؛ ښاریان او هوټل لرونکي باید د کرنې، اوبو لګولو او مالداۍ وزارت له مسلخونو چې، په کاریزمیر او ریشخورو سیمو کې شته ګټه پورته کړي. کابل ښاروالي پلان لري چې، د ښار د معیاري ودې، د ښاریانو د روغتیا د خوندیتوب او د عامه تاسیساتو له ژر ویجاړېدو څخه د مخنیوي په موخه له ادارو سره په همغږۍ د څارویو حلالولو معیاري ځایونه او د غوښتې پلورلو نمایندګۍ جوړې کړي