الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د چهل اشرف کانال د پاکولو چارې روانې دي

17 جدی 1402

10967.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا د اوومې ناحیې اړوند د قلعه ارجل له سیمې څخه تر ریګریشن سیمې پورې د چهل اشرف کانال د پاکولو چارې د دې ناحیې د اوسیدونکو په مرسته روانې دي. دغه کانال چې کابو ( ۵ ) کیلو متره اوږدوالی او (۱،۵) متره سور لري تر اوسه یې د (۱۵۰۰) مترو په اوږدوالي برخه له خټو او کثافاتو پاکه شوې ده. له کلونو را په دېخوا د یاد کانال ځیني برخې د ښاریانو له لوري د کثافاتو اچولو، د فاضلاب لارو راګرځولو او ناقانونه تاسیساتو جوړولو له امله بندې شوې وې چې په بنسټیزه توګه به بیا ځلي پاک شي.  د چهل اشرف کانال د قلعه ارجل، قلعه فتوح، د چهلستون نو برجه ، پډولې او د رېګرېشن سیمې د ځمکې د سر اوبه مدیریت کوي. یاد کانال به د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست د زیارکښه کارکوونکو، تنظیفي خصوصي شرکتونو او د یادې ناحیې د اوسېدونکو په مرسته پاک شي څو ښاریان د اورښتونو په موسم کې د اوبو بندېدو او له نورو ستونزو سره لاس او ګرېوان نشي