د کابل ښاروالۍ له لوري د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادراې په مرسته د دوه ویشتمې ناحیې په لسم ګذر د بګرامیو په ب برخه قلعه محسن سیمه کې د سړک کانکرېټ چارې د بشپړېدو په حال کې دي او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دا سړک یو کیلو متر اوږدوالی او ۳.۵ متره سور لري چې، د لښتي په ګډون به په بنسټیزه توګه جوړ شي. د دې سړک په جوړېدو سره به د سیمې اوسېدونکو ته ګڼ شمېر ښاري او ترانسپورټي آسانتیاوې رامنځته شي
د دوه ویشتمې ناحیې په ۱۰م ګذر کې به د سړک کانکرېټ چارې ډېر ژر بشپړې شي
17 جدی 1402