الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په جبارخان سیمه کې د سړک د کانکریټ کولو چارې د بشپړېدو په حال کې دي

17 جدی 1402

10971.jpg (1820 × 1024)

د ۱۳مې ناحیې اړوند په ۵۱، ۵۲ او ۵۴ ګذرونو کې د جبارخان سیمې سړک د کانکریټ کولو چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته پیل شوې وې، د بشپړیدو په حال کې دي. د کابل ښاروالۍ دبرنامو او پروژو د تنظیم رياست د مسؤلينو په وینا: د لښتیو په ګډون دغه سړک (٢٤٤٠) متره اوږدوالى او (۶.۸۵) متره سور لري، چې چارې به یې تر راتلونکې يوې اوونۍ بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي. د دغې پروژې دپلي کېدو له څرنګوالي او د کار د ښه کیفیت د تامین په موخه، په منظمه توګه فني او تخنیکي څارنې ترسره شوې دي. د دغه سړک په بشپړیدو سره به د سیمې د اوسیدونکو پر وړاندې شته موسمي ستونزې هوارې او دوی ته به غوره ټولنیزې او ښاري آسانتیاوې برابرې شي