الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د نرخنامې د تطبیق او خوراکي توکو د نېټې له څرنګوالي څخه څارنه وشوه

18 جدی 1402

10973.jpg (1820 × 1024)

د پنځمې ناحیې د مسئولینو له لوري د یادې ناحیې په بازارونو کې د نرخنامې د تطبیق او د توکو د کیفیت او نېټې له څرنګوالي څخه څارنه وشوه چې، په پایله کې یې سرغړونکو ته خبرداری ورکړ شو چې، له نرخنامې څخه د بیا ځلي سرغړونې په صورت کې به له دوی سره قانوني چلند وشي. د پنځمې ناحیې مرستیال رفیع الله احمدزي له هټیوالو او اصنافو څخه وغوښتل چې، د پلورلو پر وخت انصاف په پام کې نیسي او د کابل ښاروالۍ د نرخنامې له مخې خپل توکي وپلوري. د یادونې وړ ده چې، د څارنې په لړ کې یو شمېر خوراکي اوغیر خوراکي توکي، چې د مصرف نېټه یې پای ته رسېدلې وه او کیفیت یې هم د قناعت وړ نه وو راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکلي ځای ته ولیږدول شول